د حج ترټولو مهمه فلسفه اخلاقي لوړتیا ده.د ؛احرام؛ دستورې انسان په کلی توګه له مادي ظواهرو او له پړَک پړوک او رنګ په رنګ لباس څخه او بهر راوباسي او د خوندونو په بایکاټولو سره د ځان جوړونې ته چې د محرم یوه دنده ده هغه له مادی نړۍ جلا کوي او د صفا او روحانیّت یوې دنیا ته ئې رسوي . بیا په یوه بل پسې د حج دستورې ترسره کیږي . داسې مناسک چې له خپل خداي سره شیبه په شیبه د انسان معنوي ګروهنې لا پیاوړي ک وي او د هغه رابطه لازیاته نزدې او لامضبوطوي ، هغه دتیرو وختونو له تورتومه او په ګناه ککړو زنګونو څخه لیرې کوی ااو لا روښانه او له صفا او نوره ډک راتونکي سره نښلوي . په تیره بیا دې حقیقت ته توجه چې د حج دستورې په هر یوه قدم کې د بت شکن ابراهیم او د اسماعیل ذبیح الله او دهغه دمو هاجره بی بی یاد او خاطرې ورته یادوي او د هغوی مجاهدتونه ،بخښنې او سرښیندنې د انسان د سترګو په وړاندې مجسم کوی او هم دې ته پام چې دمکې ټاټوبی عموما او مسجد الحرام او خانه کعبه او د طواف ځای خصوصا د پيغمبر اکرم او د اسلام د سرکینو وختونو د مسلمانانو او لویو مخکښانو مجاهدتونه او خاطرې یادوي . دغه اخلاقي انقلاب لاژوریږي، داسې چې د مجسد الحرام په هر کونج کې او د مکې په ټاټوبی کې، انسان د پيغمبر اکرم(ص) او دحضرت امام علی علیه السلام او نورو مخکښانو څيرې وینی ،او د هغوي حماسه پنځونکي غږونه ئې غوږونو ته رسیږي.
هو! دوي ټول یوه بل ته لاسونه ورکوي او په زړونو کې یو اخلاقي انقلاب رامینځةکوي، داسې چې د انسان د ژوند نه بیانونکي پاڼه رااړوي او د هغه په ژوند کې یو نوی او باب پرنیستل کیږي. بې ځایه نه ده چې په اسلامی روایتونو کې لولوو څوک چې حج په بشپړ ډول ترسره کړي، ؛ يخرج من ذنوبه كهيئته يوم ولدته امه!» ؛ نو له ګناهانو پاکیږي، داسې لکه چې د مور بطن څخه تازه زیږیدلی وي:::
د مسلمانانو لپاره حج یو ثانوي زیږیدنه ده ، داسې زیږون چې د انسان د یوه نوي ژوند پیلامه کیږي. البته دغه برکتونه به دهغو کسانو لپاره چې یوازې د حج ظاهري خوند باندې ئې قناعت کړی وي، هیڅ ګټه ونه لري ؤ، بلکې د هغو کسانو لپاره میوه اوګټه لري چې روح او ضمیر سره د حج په فسفې پوهه شي.